د بدخشان په وردوج کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته
Your browser doesn’t support HTML5
د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه پولیس او لس وسله وال وژل شوي او څلور پولیس هم ټپیان شوي دي.
د بدخشان امینه قومندان جنرال امام الدین مطمین آزادي راډيو ته وویل چې وسله و الو طالبانو تیره شپه د یادي ولسوالۍ په باشند کلي کې پر یوې پوستې حمله وکړه اوجګړې د شپې تر ناوخته دوام وکړ.
خو طالبانو بیا خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو شمیره رد کړه او په دې پيښه کې یې یوازې د خپلو دوو ملګرو وژل کیدل تايید کړه.
د یو بل خبر له مخې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې پرون د نجیب الله په نامه د سیمه يیزو پولیسو یو قومندان د طالبانو له خوا ووژل شو.