د لومړي ځل لپاره امریکایي جنګي الوتکو په جنوبي کوریا کې داسې تمرینات تر سره کړل چې ډزې یې وکړې.
امریکایي پوځیان وایي، دوه دوه بي دوه جنګي الوتکې د میسوري له ایالته نن جنوبي کوریا ته والوتې او هلته یې هدف په مصنوعي بمونو وویشت.
د امریکا په بیان کې ویل شوې دي چې دا د امریکا له پوځي اډې تر جنوبي کوریا پورې یوه الوتنه وه چې نژدې یوویشت زره کیلومتره واټن دی.
د جنوبي کوریا خبرې اژانس، یونهاپ رپوټ ورکړ چې دا د امریکا او جنوبي کوریا د پوځي تمریناتو یوه برخه وه.
پر دغو تمریناتو پیونګ یانګ غصه شوی او پرون یې خبرداری ورکړ چې هرشیبه د جګړې د پیلیدو امکان شته.