تهران د ناګورونو قرباغ کې په تالیش ژبه له راډیویي خپرونو سره سروکار نه لري

په باکو کې د ایران سفارت وایي، تهران د ناګورونو قرباغ په بیلتون غوښتونکې سیمې کې په تالیش ژبه له راډیویي خپرونو سره سروکار نه لري، د ردیدلو دا خبره پرون وشوه او د تالیشیتان غږ راډیویي خپرونه د مارچ په شلمه پیل شوه. په ناګورونو قرباغ کې اکثر ارمنیان ژوند کوي.

د ارمنستان رسنۍ تیره اونۍ رپوټ ورکړ، چې د دې راډیو هدف په اذربایجان کې د تالیش اقلیت حمایت دی. تالیش اکثر په اذربایجان او ایران کې ژوند کوي او په فارسي لهجه غږیږي.

تیرکال په باکو کې د تالیش غږ خپلواکې ورځپاڼې مسوول مدیر په دې تور ونیول شو چې هیروین ورسره و.

هلال مامدیف بیا وروسته په فرقه اي، دیني او نژادي تعصبونو تورن شو. د بشري حقونو ډلې وایي چې دغه تورونه سیاسي انګیزه لري.