په قبرس کې بانکونه له نژدې دوو اونیو وروسته پرانیستل شول

په قبرس کې بانکونه له نژدې دوو اونیو وروسته چې په دغه هېواد کې اقتصادي بحران پیل شوی، پرانیستل شول.

د مارچ په شپاړسمه اکثر بانکي حسابونه کنګل شول، څو د نړیوالو پورونو د لانجمنې قضیې د ورکړې پرسر د خبرو پر مهال د پیسو د ایستلو مخه ونیول شي.

نن سهار وختي د بانکونو مخې ته کتارونه جوړ شوې وو او وسله وال کسان د بانکونو بهر د شخړو د مخنوي لپاره دریدلې دي.

د پیسو پر ایستلو هم سخت محدودیتونه وضع شوې دي، یو تن د ورځې تر درې سوه یورو ډیرې پیسې نه شي ایستلی، چکونه نه شي اخیستلی او له قبرصه بهر خلک د قبرص په کریډټ کارټونو پیسې نه شي ایستلی.

دا بندیزونه له نړیوالو د لس میلیارډه یورو پور د ترلاسه کولو لپاره لګول شوې دي، قبرس له نړیوالو سره د دوشنبې په ورځ موافقه وکړه چې په بانکي سیستم کې به د پور د ترلاسه کولو لپاره سمون راولي، همداراز قبرس پر هغو کسانو چې په بانک کې تر یولک یورو ډیرې پیسې لري مالیه وضع کړې ده او دغه کسان به د خپلو پیسو لویه برخه له لاسه ورکړي.