د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې درې ښوونکي وژل شوي دي

د بلخ چارواکي د دې ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د درېیو ښوونکو د وژل کیدو خبر ورکوي.

په دولت آباد ولسوالۍ کې یوه مسئول چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط آزادي راډيو ته وویل، چې دا ښوونکي تیره شپه د یادې ولسوالۍ په سرخ ګنبد کلي کې وژل شوي دي.

د ده په خبره د دې وژنې علت تر اوسه نه دی څرګند خو په دې اړه پلټنې روانې دي.