چرسي او پوډري ته زموږ په ټولنه کې خلک په ښه سترګه نه ګوري، خو سیګرټيان په حجرو، پيتاو او خپلو کورنو کې ازاد او هغه د چا خبره سرې سترګې له سیګرټو دود اوباسي.
ځوانان که یو خوا په فلمونو کې سیګرټي فلمي ستوري ګوري، سیګرټ څکولو ته هڅيږي او بل خوا چې خپلو ځینو مشرانو او یا همځولو سره په ګوتو کې سیګرټ ويني، نو زړه یې ورته کیږي.
۱۹ کلن نظیف له څو کلونو راهیسې سیګرټ څکوي. دی وايي، چې په ښو ښو موټرو کې به مې چې د خلکو په لاس کې سیګرټ لیده، نو ما ته به یې هم خوند راکاوه، چې کله به مې څکاوه، نو ځان به د لوی تجار غوندې راته ښکاری ده.
ونیسه یو دم وواهه، په کیسه کې یې مه کیږه، دنیا پنځه ورځې ده.. دا خبرې حبیب الله ته خپلو ملګرو کولې او په سیګرټو یې اموخته کاوه. څه وايي، له چا سره چې اوسې، په خوی به د هغو سې... حبیب الله اخر هم د خپلو ملګرو په خوی شو.
نظیف وايي، چې له سیګرټ څکولو مخکې روغ و جوړ وم، کومه ناروغي مې نه لرله، خو اوس ډیر ستړیږم او سینه مې هم سوځیږي.
تمباکو مضر مواد لري، چې له عمله یې بېلا بېلې ناروغۍ پېدا کیږي، سیګرټ څکول ښايي ځینو ته ډیره معمولي نشه ښکاره شي، خو که فکر وشي، نو همدغه نشه د لویو نشو بنیاد یا پیل ګڼلی شو، دا خبرې د داخله ناروغیو ډاکټر احسان الله درمل کوي او زیاتوي، چې د سیګرټ څکولو تاوانونه یوازې سیګرټ څکوونکي ته نه بلکې نورو عادي خلکو ته چې له لوګي سره یې مخ دي، هم رسیږي.
ځينې خلک فکر کوي، چې سیګرټ څکول یې غم یا په اصطلاح پام غلطوي، ډاکټر درمل وايي، چې په اصل کې سیګرټ څکول د دوی غم او پام نه غلطوي، بلکې یو څو شېبې کاذبه خوښي ورکوي او وروسته بیا همدغه کار ته پناه وړي.
درمل وايي، چې له سیګرټ څکولو د منع کیدو لپاره باید له ډاکټر سره مشوره وشي، دی ژاولې او ځينې نور مواد یادوي، چې له سیګرټو پرې منع کیدلی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO د مالوماتو له مخې هر کال په نړۍ کې کابو ۶ میلیونه وګړي د تمباکو له کارولو مري، چې له ۵ میلونو زیات یې پخپله کاروونکي دي او له ۶ لکو ډير نور یې هغه کسان دي، چې سیګرټ نه څکوي، خو له دود سره یې مخ دي. دوی وآيي، چې که چېرې دا حالت همداسې روان وي، نو تمباکو به تر ۲۰۳۰ د کال ۸ میلیونه وګړي ووژني. چې په ۲۰ پېړۍ کې یې ۱۰۰ میلیونه خلک وژلي دي.