روسي چارواکې په هېواد کې د نا دولتي موسسو او سازمانونو پلټنو او لټون ته دوام ورکوي.
د چهارشنبې په ورځ، د روسیې د لوي څارنوالۍ او ټکسونو د چارو پولیس د نړیوال شفافیت او بشري حقونو د څارنې سازمان دفترونو ته ورغلل.
په اروپا او مرکزي آسیا کې د بشري حقونو د څارنې د سازمان د رئیس مرستیال ریشل ډینبرRachel Denber په یوه برښنا لیک کې دا مسله تائید کړې او وايي، د لوي څارنوالۍ او ټکسونو پولیسو د دوي د مسکو دفتر کې، له مخکنۍ خبرتیا پرته کنترول وکړ.
د روسیې د بشري حقونو د غورځنګ رئیس لیف پونوماریوف چې دده د مسکو دفتر هم لټول شوی، آزادي راډیو ته وویل، دا پلټنه یوه پلمه ده:
«دا په خپلواکو نادولتي سازمانونو یوه حمله ده، په خاص ډول د بشري حقونو پر سازمانونو.
دا یوه تنظیم شوي او همغږې حمله ده. لکه څنګه چې مي مخکې لیکلي و، یوه غلچکې سیاسي کودتاه ده».
پونوماریوف وایي، د څارنوالانو له خوا غوښتل شوي اسناد یي ندي ورکړي.