جمهور رئیس اسلام کریموف په تاشکند کې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د ازبکستان د جمهوري ریاست مطبوعاتې دفتر وایي، جمهور رئیس اسلام کریموف په تاشکند کې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر یرلان ایدریسوف سره چې دغه هېواد ته په سفر تللی، وکتل.

یوه اوونۍ وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې د کریموف روغتیایي حالت ښه نه دی.

د مارچ په ۱۹ مه کریموف د نوي کال په شپه په تلویزیون کې د خوښۍ او نڅا په حال کې ښودل شوی و، خو له هغه وخت راهیسي په عام محضر کې را څرګند شوی نه و. له ازبکستان څخه په بهر کې د کریموف مخالفو ډلو ویلي، په جمهور رئیس باندي د زړه حمله راغلي ده، د کریموف لور دا راپورونه رد کړې او وایي، دا د خلکو د ژوند د له منځه وړلو هلي ځلی دي.

۷۵ کلن کریموف چې د پخواني کمونست ګوند مشر دی، له ۲۵ کالو راهیسي د ازبکستان جمهور رئیس دی.