د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي خاص استازي نن پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نور د جګړو د دوام لپاره په دی هېواد کې د بهرنیو پوځیانو حضور پلمه ونه ګرزوي ځکه دغه پوځیان وځي او د سولې په پروسه کې برخه کې واخلي.
د طالبانو لپاره د قطر د دفتر د پرانیستلو مسله هم په دې وروستیو کې بیا توده شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په وروستي سفرکې د دغه دفترله پرانستلو سره خپل ملاتړڅرګند کړ او افغان ولسمشرهم ویلي چې په نژدې راتلونکې کې قطرته ځي او له قطري چارواکو سره د خبرو یوه مهمه مسله یې همدا د طالبانو د دفترد پرانستلو مسله ده.
دغو وروستیو خوزښتونو ته په پام سره دا چې طالبان به د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سیاسي دفتر د مشرغوښتنه ومني او که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې نوریاس نوري د ولسی جرګي له غړې شینکۍ کړوخیل څخه د مرکې په پیل کې کړې ده، هغې په ځواب کی وویل،

Your browser doesn’t support HTML5