راپورونه: د تایوان بېلابېلې سیمې یوې زورورې زلزلې لړزولي

راپورونه وايي، چې د تایوان بېلابېلې سیمې یوې زورورې زلزلې لړزولي دي. د دې هېواد د هوا د حالاتو مرکزي ادارې ویلي دي، چې د چارشنبې د ورځې دا زلزله د ریښتر په کچه شپږ عشاریه یو اټکل شوې ده او د پایتخت د جنوب په دوه سوه پنځوس کېلومترۍ ټایپي سیمې کې یې ودانۍ لړزولې دي.

د دې هېواد د اور وژنې ادارې ویلي دي، چې لږ تر لږه شل کسان په دې زلزله کې ټپیان شوې دي، چې ډیر یې پر دوي د شیانو د راپریوتو په پېښو کې ټپیان شوې دي.

په تایوان کې زلزلې ډیرې کېږي، خو ډیر کله وړې وې او زیان یا نه اړوي او یا ډیر کم وي.

خو له دې سره هم په ۱۹۹۹ م کال کې د تایوان په مرکزي سیمه کې د اووه عشاریه شپږ درجې زلزلې دوه زره څلور سوه کسان وژلي وو او تر پنځوس زرو زیاتې ودانۍ یې نړولې وې چې ددې ټاپو په معاصر تاریخ یو له مرګونو طبیعي ناورینونو څخه و.