نن د بریکس په نوم د هېوادونو د مشرانو د غونډې وروستۍ ورځ ده

نن د بریکس په نوم د هېوادونو د مشرانو د غونډې دویمه او وروستۍ ورځ ده، په دې ډله کې برازیل، روسیه، هندوستان، چین، او جنوبي افریقا شامل دی.

د جنوبي افریقا په دوربان کې د برازیل ولسمشر دولما روسیف، د چین نوي ولسمشر شي جینګ پینګ، د هند صدراعظم من موهن سینګ، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د جنوبي افریقا ولسمشر یاکوب زوما د چارشنبې د ورځې په غونډه کې پر هغو نړیوالو اقتصادي مسلو بحثونه وکړل چې د دوی په ولسونو اغیز کوي.

تمه ده، چې دوي به د یو نوي پراختیايي بانک پرجوړولو یو توافق اعلان وکړي.

خو داسې ښکاري، چې د یو پراخ توافق لپاره باید انتظار وویستل شي، ځکه چې د بانک د تمویل او فعالیت پر جزییاتو د کار کولو لپاره ډیر وخت ته اړتیا ده.

ددې بانک د جوړو هدف د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندوق سره د موازینې برابرول ښودل شوي چې نوی راپورته کېدونکي اقتصادونه یې د لویدیځو هیوادونو تر اغیز لاندې بولي.