یوې ازبکې سناتورې هغه راپورونه رد کړي دي، چې ګوندې ولسمشر اسلام کریموف روغتیايي ستونزې لري.
سناتورې سیوتلانا اورتیکوا (Svetlana Ortiqova ) د چارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې کریموف روغ رمټ دی او د پنجشنبې په ورځ به د سنا په غونډه کې برخه واخلي.
د ازبک حکومت د اپوزیسون په جلا وطنه ډلو پورې تړولو ویب پاڼو راپور ورکړی و، چې کریموف تیره اونۍ د زړه له یو شدیدې حملې سره مخ شوی و.
دوی د ازبکستان د حکومت دننه د ځینو سرچینو له قوله د کریموف روغتیايي وضعه خرابه ښودلې وه.
د کریموف لور د چارشنبې په ورځ د خپل ټویټر په اکاونټ کې لیکلي، هر څوک چې وايي د دې پلار ناروغ دی هغه به لیونی وي.
نوموړې، د تلویزونو هغه خپرونو ته اشاره کړې، چې تیره اونۍ یې کریموف په تاشکند کې د نوروز په غونډه کې د نڅا په حال کې ښوده.
پنځه اویا کلن کریموف، چې د پخواني کمونیست ګوند مشر و، له پنځه ویشت کلونو راهیسې پر ازبکستان واک چلوي.