د لوګر په برکي برک کې نږدې پنځوس تنه وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي دي

د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان او ایتلافي ځواکونو په عملیاتو کې نږدې پنځوس تنه وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیه قومندانۍ د امنیت امر ریس خان عبدالرحیم زي ازادي راډيو ته وویل، چې دا عملیات د برکي برک ولسوالۍ په سجاوڼ کلي کې په تیرو دوو ورځو کې ترسره شوي.

ده وویل، چې په دې عملیاتو کې درویشت تنه وسله ال طالبان وژل شوي، شپږ ویشت ټپیان شوي او دوه څلویښت نور نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره د دې عملیاتو پر مهال یوه اندازه وسله هم د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي او ترڅنګ یې د ملي اردو دوه برید منان چې دوه ورځې مخکې د طالبانو له خوا په سیمه کې اسیر نیول شوي وه ، هم د وسله والو له منګولو ژغورل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې عملیاتو کې د دولسو تنو طالبانو وژل کیدل تایید کړل او ویې ویل چې نور وژل شوي ملکي وګړي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکټر عبدالولي وکیل ازادي راډیو ته وویل، چې یوه ښځه او څلور تنه ماشومان هم په دې عملیاتو کې وژل شوي.