د عربي ټولنې مشرانو په قطر کې د یوه پریکړه لیک مسوده چمتو کړه

د عربي ټولنې مشرانو په قطر کې په خپله غونډه کې د یوه پریکړه لیک مسوده چمتو کړه.

دغه مسوده د عربي ټولنې ټولو هیوادو ته دا حق ورکوي چې د سوریې یاغیانو ته هر ډول وسلې ورکړي. په دې مسودې کې د پوځي ملاتړ او د وسلو د استولو اجازه هم ورکړل شوې ده.

د عربي ټولنې د پریکړه لیک له مخې اروپایي ټولنه، امریکا او ټول عربي هیوادونه کولی شي چې د بشار الاسد د رژیم مخالفانو ته وسلې ورکړي.