د عراق پولیس وایي، د هیواد په شمال کې په یوه موټر پوري د تړل شویو قوي چاودیدونکو موادو د چاودنې له امله دوه تنه سیمه يیز چارواکي ووژل شول او یو بل یې ټپي دی.
د "توز خرماتو" ښارګوټی د ولایتي شوری رییس او یوه غړي په سیمه کې د سړک جوړولو د یوې پروژې څخه لیدنه کوله چې؛ د سپرلۍ موټر ته نږدي یې په بل موټر کې چاودنه وشوه.
د سيمې ښاروال په حملې کې سخت ټپي شوي دی.
د پیښې دواړه قربانیان د اپریل د شلمې ولایتې انتخاباتو ته کاندیدان وو. فرانسپرس آژانس وایي، تر اوسه د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو ۱۳ تنه وژل شوي دي.
د توزخرماتو د سيمې په ملکیت باندې د عراق د مرکزي حکومت او د کردانو د خودمختارې سېمې تر منځ لانجه روانه ده.