د افغانستان د پوهنتونونو نوی درسي نصاب اعلان کړای شو

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نن د هېواد د پوهنتونونو نوی درسي نصاب اعلان کړ.

د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ دغه نصاب د بهرنیو هیوادونو له درسي معیارونو سره برابر دی.

"موږه د ټولني له اړتیاو سره سم درسي نصاب لرو او د ټولو پوهنتونو او پوهنځیو پر درسي نصاب له سره کتنه شوې او نوی نصاب جوړ شوی او د دې په اساس موږ غواړو درسي پروګرامونه پرمخ ویسو."

اوسمهال د اکثرو پوهنتونونو محصلین شکایت کوي چې؛ درسي نصاب مواد یې زاړه دي.