د هلمند او غزني ولایتونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۲۳ وسله وال وژل شوي دي

ملي دفاع وزارت وايي چې، د غزني او هلمند ولایتونو په تصفیوي عملیاتو کې یې ۲۳ وسله وال مخالفین وژلي دي.

دغه وزارت نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې؛ د ا وسله وال د افغان ځواکونو عملیاتو کې د غزني په آب بند او د هلمند په ګرمسېر ولسوالیو کې وژل شوي.

دفاع وزارت وايي چې، په دې عملیاتو کې ۴ د ملي اوردو سرتیري هم وژل شوې دي.

په اعلامیه کې د ۱۷ نورو وسله والو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوې دی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.