د بامیان او میدان ښار ترمنځ د غځېدلي سړک کار تر ۲۰۱۴ کال پورې بشپړېږي

د بامیان او میدان ښار تر منځ د لویې لارې د جوړولو کار به تر ۲۰۱۴ کال پورې بشپړ شي.

په کابل کې د اټالیا د سفارت مرستیال چې هیواد يې د دې پروژې لګښت ورکوي پرون بامیان ولایت ته لاړ او د دې سرک د جوړولو چارې يې له نزدې وکتلې.

د ۱۳۶ کیلو مترو په اوږدوالي د دې سرک د جوړونې چارې د ملګرو ملتونو له خوا عملي کیږي او لګښت يې شاوخوا سل میلیونه یورو ته رسیږي.

د بامیان ولایت او میدان ښار ترمنځ دا سرک ۵۴ کیلومتره په معیاري توګه جوړ شوی او مقامات هیله لري چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.