په قرغزستان کې د لاریو نژدې دېرشو ډرېورانو چې په مناس هوايي اډه کې د ناټو لپاره د اړتیا وړ مواد لېږدوي؛ پرون په پلازمېنه بشکېک کې مظاهره وکړه.
اعتراض کوونکو ویل، د دوی کار د هغو کمپنیو له خوا چې مالکان یې چارواکي دي غصب شوی. دوی د چارواکو نومونه وانخیستل، خو هغو یې لوی شارک کبان وبلل.
د مظاهرې ګډونوالو ویل، هغه شرکتونه چې له دې چارواکو سره لاره لري په تېر مني کې فعالیت پیل کړ چې؛ ورسره د ګڼ شمېر عامو ډرېورانو کارونه له لاسه ووتل.
دې ټرک ډرېورانو د خپلو معاشونو د زیاتېدو غوښتنه هم کوله.
د قرغزستان د ډرېورانو نهضت په نوم ډله چې افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي لاریو ډرېوران یې تنظیم کړي له حکومت څخه غوښتي دي چې مداخله وکړي.