د ګرجستان پارلمان پر خپل ولسمشر محدودیتونه تصویب کړل

د ګرجستان پارلمان تیره ورځ په یوې فوق العاده غونډه کې هغه محدودیتونه تصویب کړل؛ چې له مخې يې د ولسمشر واک او صلاحیتونه کمیږي.

د دغو نویو قانوني اصلاحاتو له مخې ولسمشر نه شي کولی؛ د پارلمان له منظورۍ پرته صدراعظم یا کابینه وټاکي اویا يې لرې کړي.

دغه ګام په ګورجستان کې د ولسمشر ساکاشویلي او صدراعظم ایوانیشویلي تر منځ د اختلافاتو د کمولو لپاره یوه کامیابه هڅه بلل شوې ده.

د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې کله چې د ولسمشر په توګه د میخایل ساکاشویلي دوهمه او وروستۍ دوره پای ته رسیږي، نوموړی باید د دې هیواد له صدراعظم سره واک وویشي.