د قبرس ولسمشر "نیکوس ناستس سیادس" ویلي؛ په دې هېواد کې يې مالي قیودات وضعه کړي؛ تر څو په روانه اونۍ کې د بانکونو له پرانستل کېدو سره له قبرس څخه د زیاتو پیسو د ویستلو مخه ونیول شي.
تیره ورځ قبرس ته د دې هیواد د بانکونو د ژغورولو لپاره د ۱۳ میلیارده ډالرو نړیوالو پور ورکونکو سره په وروستۍ شیبه کې له موافقې وروسته، ناستس سیادس وویل، مرکزي بانک په موقت ډول له بانکونو څخه د پیسو په ویستلو قیودات لګولي دي.
قبرس ته د پورونو د ورکولو د پروګرام له مخې هغه کسان چې په بانکونو کې له سل زره زیات یورو لري؛ باید د بانکي سکتور د ژغورولو لپاره ماليې ورکړي.
دغه راز هغه کسان چې په "لایکي" بانک او قبرس بانک کې اسهام او یا هم د لوی قیمت لرونکې اسناد لري؛ ټول له لاسه ورکوي.
روسيه وايي، که څه هم چې دا پروګرام هغو روسانو ته چې د قبرس په بانکونو کې پیسې لري زیان رسوي؛ خو بیا هم مسکو د پورونو له دې پروګرام ملاتړ کوي.
د راپورونو له مخې روسانو د قبرس په بانکونو کې میلیاردونه ډالر ساتلي دي.