د جلال اباد د چټک غبرګون پر قطعې ځان وژونکي حملې شوي دي

په جلال اباد کې د چټک غبرګون پر قطعې ځان وژونکي بریدونه شوي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، چې نن سهار شاوخوا څلور نیمې بجې یو شمېر وسله والو پر یادې قطعې ډله ییز برید کړی؛ چې لومړی دریو تنو ځان وژونکو بریدونه کړي.

د امینه قومندانۍ د ویاند په خبره درې تنه نور ځان وژونکي بریدکوونکي د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره دې پيښه کې درې تنه پولیس وژل شوي او دوه تنه نور يي ټپیان شوي دي.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو سره په یوې ټلیفوني اړیکه کې وویل،چې دوی اته تنه ځان وژونکي وراستولي،چې لومړي کس د صرف موټر له لارې د چټک غبرګون پر قطعې ځان وژونکی برید کړی او پاتې نور ځان وژونکي قطعې ته ورداخل شوي او وسله واله نښته پيل شوې.

د مجاهد په خبره په دې پېښه کې ګڼو خارجي او داخلي کسانو ته مرګ ژوبله يي وراړولې ده.
په سیمه کې که څه هم د ډزو غږونه نه اوریدل کیږي،خو طیارې په سیمه کې ګرځي.