د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن کابل ته را ورسید

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن کابل ته را ورسید، د امریکا سفارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې نوموړی به له جمهور رییس حامد کرزي، ځینو نورو چارواکو او د مدني ټولنې له یو شمېر غړو سره وګوري.

نړېوالو رسنیو راپور ورکړی، چې جان کري به د څلورویشتو ساعتونو لپاره په کابل کې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دا کابل ته د ښاغلي کري لومړی سفر دی.