د پاکستان سرپرست صدارعظم لوړه وکړه

د پاکستان سرپرست صدارعظم میر هزار خان کهوسو نن لوړه وکړه.

متقاعد قاضي میرهزار خان کهوسو ۸۴ کلن دی او د مې د میاشتې تر یولسمې نیټې پورې به، چې په دې هیواد کې انتخابات کیږي، د چارو څارنه کوي.

دی د یکشنبې په ورځ، تر هغه وروسته، چې سیاسي ګوندونه د یوه کاندید په غوره کولو کې موافقې ته ونه رسیدل، د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون له خوا وټاکل شو.

میر هزار خان کهوسو به موقته کابینه هم وټاکي.

دې به تر هغو پردې چوکۍ کار کوي چې؛ د پاکستان پارلماني انتخابات وشي او نوې ولسي جرګه بل صدراعظم وټاکي.