په اسټرالیا کې چارواکي وايي، چې د مهاجرینو د یوې کشتۍ د ډوبیدو له امله دوه تنه مړه شوي دي.
د مهاجرینو دا کشتۍ د اسټرالیا کرسمس ټاپو ته نږدې د هند په سمندر کې ډوبه شوې ده.
ویل شوي، چې نوي تنه نور ژغورل شوي دي.
تر اوسه د دې کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړ شوي.
د کرسمس ټاپو د مهاجرینو په کمپونو کې سل هاوو پناه غوښتونکي ساتل کیږي؛ چې زیاتره یې له افغانستان، پاکستان، عراق، ایران او سریلانکا تښتیدلي.
د ملګرو ملتونو د کډوالونړیواله اداره وايي؛ چې تېرکال لږترلږه شپاړس زره کسانو په اسټرالیا کې د پناه غوښتنه کړې وه؛ چې د وړم کال په پرتله د پناه غوښتونکو په شمېر کې اوه دېرش فیصده زیاتوالی څرګندوي.
زیات پناه غوښتونکي د انډونیزیا له لارې اسټرالیا ته ځي. تر اوسه په سلګونو تنه په هغو کشتیو کې، چې د سمندري سفرونو لپاره ډېرې مناسبې نه دي؛ د اسټرالیا په لاره مړه شوي دي.