ولسي جرګه: تر راتلونکي یوې اونۍ پورې به د ۱۱وزیرانو د استیضاح بهیر پيل کړي

ولسي جرګه وایې تر راتلونکي یوې اونۍ پورې به د یولسو وزیرانو د استیضاح بهیر پيل کړي.

د ولسي جرګې لومړي منشي انجینیر سید اکرام نن خبریالانو ته وویل، چې راتلونکې دوشنبې به څلور وزیران د ولسي جرګې غونډې ته وغواړي.

ولسي جرګې له خپلو ژمنیو رخصتیو مخکې د هغو یولسو وزیرانو د استیضاح کولو پریکړه کړې وه چې د وزارتونو یې کلنۍ بودجه له پنځوسو فیصدو کمه لګولې وه.