د بګرام زندان مسئولیت نن رسما ل افغان حکومت ته وسپارل شو

د بګرام زندان مسئولیت نن رسما له امریکایې ځواکونو څخه افغان حکومت ته وسپارل شو.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ وایې، چې د دې زندان سپارل د امنیت د انتقال یوه برخه ده او دا د خپلواک او پیاوړي افغانستان څرګندويي کوي.

بګرام زندان د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د کړکېچ یوه مهمه موضوع وه.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بګرام زندان د امنیت لپاره یې یوه نوې پوځي قطعه جوړه کړې ده.