په فاریاب کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې نن سهار دوه ملکیان ووژل شول

په فاریاب کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې نن سهار دوه ملکیان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

د فاریاب د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصوي آزاي راډيو ته وویل چې ، پيښه نن سهار د لقمان په کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې ددې خلکو موټر پر یوه ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.

د نوموړي په خبره په ټپیانو کې درې ښځې، دوه ماشومان او یو سړی شامل دي او وايي چې د دوو ټپیانو وضعیت ډيرنازک دی.