د قبرس حکومت او نړيوال پور ورکوونکي د مرستندوى مالي پور پر سر يوې موافقې ته ورسېدل

د قبرس حکومت او نړيوال پور ورکوونکي د ١٠ ملياردو يورو په ارزښت د مرستندوى مالي پور پر سر يوې موافقې ته ورسېدل.

دغه اعلان نن سهار وختي په بروکسل کې وشو، تمه کېږي چې دغه اقدام د قبرس د دويم لوى بانک د تړلو سبب شي. دا به پر شتمنو روسانو او هغو کسانو مالي زيان وتپي، چې مالي امانتونه يې بيمه نه دي:

”څرګنده ده، په قبرس کې د مالي بحران ژورتيا دا معنى لري چې د دې هېواد او خلکو لپاره به نژدې راتلونکى ستونزمن وي. د دې لپاره چې د دې اقتصادي ټکان د عواقبو مخه ونيول شي او له تر ټولو بېوزلو سره مرسته وشي، اروپايي کميسيون تر خپله وسه خپله هڅه کوي“

قبرس ته ضرب الاجل ټاکل شوى و، چې تر نن پورې دې يوې موافقې ته ورسېږي، کنه د اروپا له مرکزي بانک څخه به مالي مرستې ورباندې بندې شي.