په لغمان کې د افغان ځواکونو په برید کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي

په لغمان کې د افغان ګډو ځواکونو په برید کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي، چې تېرماښام شاوخوا شپږ بجې ددې ولایت د ګل ارام او کټه سنګ ترمنځ په غرنۍ سیمه کې د ګډو ځواکونو په یوه راکټي برید کې د وسله والو طالبانو قومندان محبت د خپلو پینځو تنو ملګرو سره وژلی او په دې برید کې یو بل تن ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو د یادې پيښې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.