د قبرس ولسمشر نیکوس اناستاسیادېس Nicos Anastasiades پرون په وروستۍ شېبه کې له نړېوالو پور ورکوونکو سره د دې هېواد د اقتصادي بحران په اړه د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه د قبرس د بانکي سیسټم د سقوط د مخنیوي لپاره نېکوسیا ته له ورکړل شوي مهلت څخه یوه ورځ مخکې جوړه شوه.
د اروپا مرکزي بانک ویلي و، که نیکوسیا د دوشنبې ترورځې د دې بحران د حل لپاره یو پلان برابر نه کړي نو د قبرس بانکونو ته به د بېړنیو پانګو له ورکولو ډډه وکړي.
اروپايي ټولنه وايي، چې د قبرس حکومت د خپل اقتصاد د ژغورنې لپاره د لس میلیارده پور د ترلاسه کولو په مقصد باید 5.8 میلیارده یورو له خپلې خوا چمتو کړي.
قبرسي سیاستوال د اروپايي ټولنې او د پیسو د نړیوال صندوق IMF له خوا د اقتصادي مرستې د ترلاسه کولو د څرنګوالي په اړه په موافقه کې پاتې راغلي دي.
د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مشر اولي رېهن Olli Rehn پرون وویل د نیکوسیا لپاره اوس یوازې سختې لارې پاتې دي چې غوره یې کړي.