جان کري پرون د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې عراق ته ورسېد

د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې عراق ته ورسېد.

کري په بغداد کې اندېښنه وښوده، چې ایرانۍ الوتکې د عراق د فضا له پاسه سوریې ته وسله لېږدوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې دا اندېښنه یې له صدراعظم نوري المالکي سره شریکه کړې:

(هرهغه څه چې د ولسمشر اسد ملاتړ کوي ستونزې رامنځ ته کوي او ما صدراعظم المالکي ته په ډاګه کړه، چې له ایران څخه د عراق پرفضا الوتنې په حقیقت کې د اسد او د ده د رژیم د عمر له اوږدېدو سره مرسته کوي.)

عراقي چارواکي وايي، دوی ایراني الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې له ایران څخه د دوی د هېواد له فضا څخه وسله ولېږدول شي.

دوی وايي، څوځلې یې هغه ایرانۍ الوتکې پلټلي دي چې د دې هېواد له فضا څخه تېرېږي خو وسله یې نه ده موندلې.

بغداد له واشنګټن څخه غوښتي دي څو د وسلو دانتقال په اړه شواهد دوی ته وسپاري.

ایران وايي چې ټولې الوتکې یې سوریې ته بشري مرستې لېږدوي.