د بریتانیا پولیسو د مړ شوي جلا وطنه روسي په کور کې د اندېښنې وړ څه نه دي موندلي

د بریتانیا پولیسو د یکشنبې په ورځ ویلي دي د کیماوي ، بیولوژیکي او اتومي موادو کارپوهان په دې هیواد کې د مړ شوي جلا وطنه روسي بوریس بریژویسکي کور لټولی او د اندېښنې وړ څه یې نه دي موندلي.

ویل کیږي چې، د بریژوسکي مړی د لندن په څلوېښت کیلومترۍ اسکاټ سیمه کې لا هم د هغه په کور کې دی. پولیسو ویلي دي، د نوموړي د مړینې د سبب په اړه څه نه شي ویل کیدای.

دا روسی اوه شپیته کلن میلونر چې د اوږدې مودې راهیسې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین له سختو منتقدینو څخه و؛ د شنبې په ورځ په خپل کور کې مړ وموندل شو. د بریتانیا رسنیو راپور ورکړی چې، بریژوسکي مړی د خپل کور په حمام کې موندل شوی دی.

بریژوسکي د هغو ځواکمنو روسي سوداګرو په ډله کې تر ټولو مطرح کس و چې؛ د شوري اتحاد تر نړیدو وروسته د دولتي شتمنیو د خصوصي کېدو له کبله بډای شوی و.