د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ناببره عراق ته سفر وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرجان کېري په یو ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر د یکشنبې په ورځ بغداد ته رسیدلی دی. بغداد ته د نوموړې د سفر هدف دا ښودل شوی چې؛ د سوریې د بحران په برخه کې عراقي مشران لا ډیرې همکارۍ ته وهڅوي.

هغه چارواکو چې له جان کري سره په دې سفر کې ملګري دي خبریالانو ته ویلي، نوموړی به د عراق پر صدراعظم نوري المالیکي او نورو لوړ پوړو چارواکو ټینګار وکړي چې؛ د عراق د خاورې پر سر د هغو ایرانیو الوتکو مخه ونیسي چې د سوریې حکومت ته وسلې او پوځي پرسونل استوي.

تهران ادعا کوي چې، په دې الوتنو کې یوازې بشري مرستې رسول کېږي.

تمه ده چې جان کېري به په عراق کې له چارواکو سره په ډیموکراټیکو اصلاحاتو هم خبرې اترې وکړي.

له هغې را وروسته چې جان کېري د دې کال په پیل کې امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی؛ دا یې عراق ته لومړنی سفر دی.

نوموړی چې اسراییلو، فلسطین او اردن ته په سفر کې د ولسمشر اوباما ملتیا کوله، له عمان څخه بغداد ته تللی.