د پاکستان پخوانی ولسمشر "پرویز مشرف" کراچۍ ښار ته ورسید

د پاکستان د حکومت پخواني مشر پرویز مشرف د یکشنبې په ورځ د کراچۍ بندري ښار ته رسیدلی.

د پاکستان دغه پخواني پوځي واکمن سره د نوموړي د (ال پاکستان مسلم لیګ) د ګوند ځینې مهم مشران هم ملګري وو.

د ازادي راډیو مشال څانګې راپور ورکړی چې؛ د پرویز مشرف ملاتړی د کراچۍ د نړیوال هوايي ډګر د باندې د مشرف د راتلو په تمه وو او د مشرف په پلوۍ شعارونه او بنرونه ورسره وو.

تمه ده چې، نوموړی به د مي د ۱۱ نیټې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خپل ګوند انتخاباتي مبارزه پیل کړي.

د یکشنبې په ورځ پاکستاني طالبانو د مشرف د وژل کیدو ګواښ کړی و. نوموړی همدارنګه د د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو په وژنه کې پر لاس لرلو هم تورن دی.