د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په مظاهره کې ۴ تنه ټپیان شوي دي

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالې څلور تنه مظاهرو کوونکي د افغان ځواکونو په ډزو کې ټپیان شوي دي.

د شینډنډ ولسوال عبدالحمید نور آزادي راډيو ته وویل چې، لسګونه سیمه ییزو اوسیدونکو په سیمه کې د ملي اردو پر یوه کتار حمله وکړه.

د نور په وینا د ملي اردو سرتیري مجبوره شول چې پر مظاهره کونکي ډزي وکړي.

د هرات یو شمیر اوسیدونکي ادعا کوي چې، افغان امنیتي ځواکونو یو لس کلن هلک په شینډنډ ولسوالۍ کې و واژه، خو چارواکي دا ادعا ردوي.

د ر اپورونو له مخې دا مظاهرې چې له نن سهاره پیل شوي وې؛ لاهم دوام لري او مظاهره کونکو د شینډنډ لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.