بدخشان: د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۸ تنه ټپیان شوي دي

د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کي د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته کي د دوو ښځو په ګډون شپږ ملکي کسان ټپیان شوي دی.

د وردوج ولسوال دولت محمد ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې تېره ورځ د مخالفینو له لوري د درنو وسلو په ډزو کې له شلو ډیر کورونه ویجاړي شوي او په لسګونو کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړشوي دی.

د راپورونو له مخې د بدخشان وردوج ولسوالۍ په دی وروستۍ یوه میاشت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو شاهده ده.

تیره ورځ افغان چارواکو ادعا وکړه چې، په دې سیمه کې یې شاوخوا پنځوس وسله وال طالبان وژلي دي. طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.