امریکا ډېر ژر د بګرام زندان مسوولیت افغان حکومت ته سپاري

امریکا او افغانستان په خپلو کې د باګرام د زندان په اړه یو توافق ته رسیدلې دي.

د امریکا د دفاع د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې؛ ټاکل شوې د دې زندان د مسوولیت چارې د دوشنبې په ورځ افغان حکومت ته وسپارل شي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی؛ ویلي، د دې توافق مهم ټکی دا دی چې، افغان لورې به د بندیانو په برخه کې یو داسې پروسه کاروي چې؛ له مخې یې ډاډمنه شي چې، خطرناک بندیان نه خوشې کیږي.

د شنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر چک هېګل د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په دې اړه ټیلفوني خبرې وکړې.

د پنټاګون ویاند جورج لیټل ویلي، د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د ولسمشر کرزي د هغې ژمنې هرکلی کړی؛ چې ویلي یې دې، د دې زندان د انتقال چارې به داسې ترسره کیږي چې؛ په کې به د افغانستان د خلکو او ایتلافي ځواکونو خوندیتوب ډاډمن وي او خطرناک بندیان به د افغانستان د قانون سره سم په یو خوندي ځای کې ساتل کیږي.