مشرف وايي د طالبانو له ګواښونو سره سره به پاکستان ته ستنیږي

د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف ویلي دي چې؛ د ورته ګواښونو او پرې د لګیدلو تورنو سره سره پاکستان ته ستنیږي.

مشرف پرون (شنبې) په دوبۍ کې خبریالانو ته وویل؛ د مې د میاشتې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د کراچۍ بندري ښار ته ستنیږي.

"له بده مرغه ډېر شمیر کسانو فکر کاوه چې؛ زه به بیا پاکستان ته ستون نه شم، خو دا دی زه ستنیږم او سبا روان یم."

پرویزمشرف له ۲۰۰۹ م کال راهیسې په دوبۍ او لندن کې په تبعید کې اوسیدلی دی.

پر نوموړی تور دی چې، د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو په وژنه کې یې لاس درلود خو نوموړی دا تورونه رد کړي دي.

له بلې خوا پاکستان طالبانو خبرداری ورکړی چې؛ که مشرف پاکستان ته ستون شي، د دوی ځان وژونکي به پرې برېدونه وکړي، خو مشرف ویلي، له دا ډول خبرداریو نه ویریږي.