فرانسوي ځواکونو د افریقا په شمال کې د القاعده شبکې یو مشر وژلی دی

فرانسه وايي، د افریقا په شمال کې یې د القاعده شبکې سره د تړلو اسلامپالو وسله والو یو مشر وژلی دی.

ویل کیږي، چې "عبدالحمید ابوزید" د فبروري د میاشتې په وروستیو کې په مالي کې د فرانسې په مشرۍ له ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولانډ دفتر پرون شنبه د "ابوزید" وژل کیدل تایید کړل.

ویل کیږي چې، ابوزید په مالي کې د القاعده شبکې له ډېرو افراطي مشرانو څخه و.

فرانسې د روان میلادي کال په لومړیو کې په مالي کې پوځي مداخله پیل کړه او هدف یې دا و چې، د مالي مرکز باماکو ته د وسله والو د پرمختګ مخه ونیسي.

مالي پخوا د فرانسې یوه مستعمره وه.