د روسیې جلا وطنه ملیاردر او د کرملین د اوږدې مودې منتقد بوریس بریژوسکي د اته شپیتو کلونو په عمر په بریتانیا کې مړ شوی دی.
د دې ملیاردر نژدې کسانو او یو ویاند د ده مړینه تایید کړې؛ خو د مړینې څرنګوالی یې تر اوسه روښانه نه دی.
د بریتانیا پولیسو په یو بیان کې ویلي چې؛ د دې اوه شپیته کلن روسي میلیاردر د مړینې په اړه یې بشپړې څیړنې پیل کړي دي.
بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې؛ نوموړی په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.
بریژوسکي د هغو ځواکمنو روسي سوداګرو په ډله کې تر ټولو مطرح کس و چې؛ د شوري اتحاد تر نړېدو وروسته د دولتي شتمنیو د خصوصي کېدو له کبله بډای شوی و.
نوموړی مخکې د کرملین په کړۍ کې شامل و؛ خو وروسته د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په سرسخت منتقد بدل شو.
نوموړی په روسیه کې د درغلیو په تور تر تعقیب لاندې و او په بریتانیا کې ورته سیاسي پنا ورکړل شوې وه.