د امریکا سنا د راتلونکي کال ملي بودجه تصویب کړه

د امریکا د متحده ایالاتو سنا د دې هېواد د راتلونکي کال د ۳ اعشاریه ۷ تریلونو ډالرو ملي بودجه چې په راتلونکو لسو کلونو کې شاوخوا یو تریلیون ډالره د مالیو زیاتیدل هم په کې شامل دي؛ تصویب کړه.

دا بودجه چې د جمهور رئیس بارک اوباما ډموکراټ ګوند وړاندې کړي وه؛ په سنا کې په ډېر لږ تفاوت یعنې په پنځوسو موافقو او ۴۹ مخالفو رایو سره تصویب شوه.

د ډموکراټانو په بودجې کې د مالیو یا ټکسونو څخه تر لاسه کیدونکو ۹۷۵ میلونه ډالرو سره به په همدط اندازه پیسې په لګښتونو کې د سپما له لارې هم تر لاسه شي. د لګښتونو کمول به تر ډېره حده په دفاعي او روغتیایي پروګرامونو کې عملي شي.

د امریکا ملي بودجه د کانګرس د استازو په مجلس کې چې جمهوریت غوښتونکي په کې اکثریت دي، هم باید تصویب شي.