د پاکستان په پنجاب کې ترافیکي پېښې ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د پاکستان په پنجاب ایالت کې نن سهار د یوه بس د ټکر په پېښه کې لږ ترلږه ۲۳ کسان مړه اوله دېرشو زیات ټپیان شول.

د پولیسو مامور عبدالحمید وایي، دا بس چې ۶۵ کسان په کې سپاره وو، لاهور نه فیصل آباد ته د تلو پر مهال په "شیخ پورا" سېمه کې له سړکه ووت او چپه شو.

ویل کیږي چې، د مړیو شمېر ممکن نور هم زیات شي. ځینو قربانیانو خبریالانو ته ویلې؛ دا پېښه د موټر چلوونکي د بط پروایي او زیات سرعت له امله شوې ده.