د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر "جان کېري" په ایراني چارواکو غږ وکړ؛ ایراني ټبره امریکایي عیسوي ملا چې په اته کاله بند یې محکوم او بندي کړی، سمدستي خوشې کړي.
کېري په یوه لیکلي بیان کې ویلي، د سید عابدیني د برخه لیک په اړه سخت خواشینی دی. ده ویلي، د هغو راپورونو په اړه هم اندیښمن دی چې؛ وایي، عابدیني په زندان کې له فزیکې او روحي شکنجو سره مخ دی او روغتیایي وضعه یې ډېره خرابه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بیان کې دغه راز ویلي؛ دا ډول چلند د نړیوالو او ایراني قوانینو پر خلاف عمل دی.
عابدیني چې د امریکا تابعیت یې تر لاسه کړی او عیسویت ته اوښتی، د تېرې جنورۍ میاشت کې محکوم شوی و. په ده باندې تور دی چې، په شخصې کورونو کې د کلیساګانو په جوړولو سره یې هڅه کوله د ایران امنیت له منځه یوسي. عابدینې دا تورونه رد کړي دي.