په فلیپین کې له القاعده شبکې سره تړلو اسلام پالو هغه آسټرالیایي خوشې کړ چې؛ ۱۵ میاشتې وړاندې یې یرغمل کړی و.
د فلیپین پوځ وایي، "وارین راډویل" Warren Rodwell نن شنبې د فلیپین په جنوب کې خوشې شو.
تر اوسه نه ده څرګنده چې، راډویل د پیسو په بدل کې خوشې شوی او که څنګه.
د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر "باب کار" Bob Carr د راډویل په خوشې کېدو خوښي څرګنده کړې او د دغې مسالې په حل کې یې د فلیپینې چارواکو د هلو ځلو ستاینه کړې ده.
دا ۵۴ کلن پخوانی آسټرالیایي عسکر د ۲۰۱۱ کال ډسمبر میاشت کې د القاعده شبکې مربوط ابوسیاف وسله والو یرغمل کړی و.