کانګو: په جنګي جرمونو تورن "بوسکو تکنډا" هالنډ ته ورسید

د کانګو هیواد د جنګي جرمونو مشکوک "بوسکو تګندا" Bosco Ntaganda چې د قتلونو، جنسي تېریو او له کوچنیانو څخه د عسکرو په توګه د کار اخیستلو په جرمونو تورن دی، له تسلمیدو وروسته دا مهال په هالنډ کې د نړیوالو جنګې جرمونو په محکمې کې بندي دی.

"تګندا" د جنګې جرمونو لومړنی مشکوک دی چې؛ په خپله خوښه یې ځان تسلیم کړ. تګندا چې بل نوم یي "ټرمینېټر" یا ختمونکی دی؛ د دوشنبې په ورځ یې په روانډا کې د امریکا سفارت ته ځان تسلیم کړ.

نوموړی نن سهار "هاګ" ته ورسیده او تمه ده چې، د سې شنبې په ورځ به یي محاکمه پیل شي.

تګنډا د کانګو ډموکراټیک جمهوریت په ختیځ کې پوځې قوماندان و او تورن دی چې، د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو تر منځ یې په سلونو کسان وژلي دي.