په هلمند ولایت کې یو شمیر خلک پر وسله والو طالبانو تور لګوي چې؛ یوه ښځه او د هغې لور یې په ډزو وژلي دي.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکو چې نن یې دا مړي د احتجاج په ډول مرکز لښکر ګاه ته راوړي وو او له دولته و غوښتل څو د دې پيښې عاملین ونیسي.
دوی وایي چې، دا پيښه د سنګین او ګرشک ولسوالۍ تر منځ په "کمپرک" سیمه کې رامنځته شوې ده.
خلک وايي چې، د وژل شوې ښځې خسر په سیمه کې د اربکیو قومندان و او د طالبانو په یوه کمین کې یې ننګور او لمسۍ چې له ده سره وو، ووژل شول.
چارواکي وایي دوی په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.