"د بدخشان ولایت په پوځي عملیاتو کې ۵۱ تنه وسله وال وژل شوي دي"

د ملي دفاع وزارت وايي، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د تیرو دوو ورځو عملیاتو په نتیجه کې ۵۱ وسله وال مخالفین له دوه و قومندانانو سره وژل شوې دي.

د دفاع وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل؛ چې په دې عملیاتو کې همدارنګه ۱۷ نور وسله وال ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت په دې عملیاتو کې د ملي اوردو د ۳ سرتیرو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکوی.

دغه تصفیوي عملیات په وردوج ولسوالۍ کي وروسته له هغې پیل شوي چې په دې ورستیو کې وسله والو طالبانو ۱۶ افغان سرتیري برمته کړل او وروسته يې ووژل.