" طالبان دې په افغانستان او پاکستان کې له تعلیم سره دښمني پریږدي"

افغان ولسمشر حامد کرزي په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې؛ په افغانستان او پاکستان کې دې د ده په وینا له تعلیم سره دښمني پریږدي.

افغان چارواکي وايي چې، لا هم په دې هیواد کې شاوخوا پنځه سووه ښوونځي د ناامنیو له امله تړلي پاتې دي.

ښاغلي کرزي همداراز ژمنه وکړه چې؛ په افغانستان کې به تړلي ښوونځي بیرته پرانستل کیږي.

خو افغان چارواکي د تیرو څو کلونو هڅو سره سره په ځینو سیمو د ښوونځيو په بیرته پرانستل کیدو نه دي توانیدلي.