د ننګرهار په ۳۰۰ ښوونځيو کې تعلیمي کال پیل شو.
د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د نوي تعلیمي کال پیلیدو سره سم؛ د دې ولایت په لسو هغو ولسوالیو کې، چې سړې سیمې دي تعلیمې کال پیل شو.
د پوهنې د ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې د ننګرهار له ۲۱ ولسوالیو څخه لس هغه ولسوالۍ دي؛ چې ځينې يې نیمايي او ځينې په بشپړه توګه سړې سیمې دي.
د نوموړي په خبره په دغو سړو سیمو کې نن په رسمي توګه د پوهنې ریاست له لورې نوی تعلیمي کال پيل شو.
د پوهنې د ریاست د معلوماتو له مخې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ښوونځيو ته د نوي نصاب کتابونه هم له وخته رسولي دي او په دې برخه کې اوس هیڅ ستونزه نه لیدل کیږي.